Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 05.05.2020

د سوریې په خاوره د اسراییلو برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملیشې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوریې پر خاوره د اسراییلو په تازه برید کې ۱۴ ایراني او عراقي ملیشې وژل شوي دي. دا خبره د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان کړې ده. دا کسان د دیرالزور په ختیځ کې وژل شوي دي. د ایران او عراق ملېشې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم په ملاتړ جنګېږي. د فرانسې خبري اژانس او اسوشیټيډ پرېس د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په حواله ویلي چې یو شمېر نور کسان ټپیان هم دي او ښايي د تلفاتو شمېر زیات شي. اسراییل له کلونو راهیسې د سوریې د متحدو ایراني ملیشو پوځي اډې، د سوریې مرکزونه او د بشار اسد د رژیم متحدین په نښه کوي. Читать дальше...

د امریکا سفارت له افغانانو سره د ایراني ځواکونو د چلند په اړه د څېړنو ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا سفارت او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې چارواکې جلا جلا د هغو پرېکړو ملاتړ کړی چې د ایران په پوله کې له افغانانو سره د ایراني پوله ساتو بد چلند وڅېړل شي.  افغان چارواکو ویلي چې تر ۷۰ پورې افغان پناه غوښتونکي تېره اوونۍ د ایران سرحدي ځواکونو وهلي او مجبوره کړي یې دي چې ځانونه هریرود سیند ته واچوي. د هرات ولایت چارواکو ویلي، له هریرود سیند څخه یې ۱۲ مړي ترلاسه کړي دي. د امریکا سفارت سه شنبه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه د افغان حکومت، مدني ټولنې او خلکو په اندېښنو کې شریک دی. Читать дальше...

پکتیا کې له کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په هدف کمپاین

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې یو شمېر ځوانان کور په کور ګرځي څو د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې او د دې ویروس سره د مبارزې په اړه کورنیو ته مالومات ورکړي. دوی وایي، په درېیو ولسوالیو کې یې د کرونا ویروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاپن ترسره کړی. نور جزئیات په ویډیوي راپور کې:

د سوات دوکانداران: حکومت دې ټولبند ختم کړي

Mashaalradio.com 

په سوات مينګوره نشاط چوک کې په سلګونو دوکاندارانو د احتجاجي مظاهرې پر مهال له حکومته د ټولبند ختمولو غوښتنه کړې ده. په دې اړه د نياز احمد خان ویډیويي راپور وګورئ.



د پروان د برښنا شرکت مرستيال په بمي چاودنه کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

په پروان ولایت کې نن مازدیګر یوې بمي چاودنې د پروان د برښنا شرکت مرستیال مرتضی سروري وژلی او د پروان برښنا د رییس روح الله ساجد په شمول یې یو شمېر نور کسان ټپيان کړي دي. دا خبره د پروان د برښنا شرکت یوه مسوول توکل رحماني نن ازادي راډیو ته وکړه. د پروان د برښنا شرکت کارګر او مسوولان د برښنا د دوو هغو ستنو په جوړولو بوخت و چې تېره شپه د چاریکارو په ښار کې منفجر شوې وې. تر اوسه پورې چا د نننۍ بمي چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د پروان پولیس دا کار د طالبانو بولي. وسله والو طالبانو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی. Читать дальше...

پاکستان ته به د کورونا وبا له لاسه لویه بېروزګاري ترغاړې وي

Mashaalradio.com 

د پاکستان منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقی وزیر د یوې سرکاري څېړنېزې ادارې د ورکړو شمېرو پر اساس وايي، که یې په هېواد کې د کورونا وایرس وبا له لاسه ښاربند او ټولبند همداسې دوام وکړ نو څه باندې دوه کروړه اتیا لاکه کسان بېروزګاره کولی شي. وفاقي وزیر اسد عمر د مې پر درېمه نېټه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له ښاربنده په یوه میاشت کې ۱۱۹ اربه روپۍ د محصولاتو په مد کې کمې شوې دي. د ده وینا وه: (په همدغه ۱۱۹ اربه روپو به مو د صحت نظام چلولو، د تعليم نظام به هم چلولو، بجلۍ به هم پیدا کول وي او هر... Читать дальше...

"نادرا دفتر د احساس پروګرام لپاره خلاص شو خو د خپګان احساس ختم نشو"

Mashaalradio.com 

د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې د پاکستان حکومت بې ورلو خلکو ته د احساس پروګرام لاندې مالي مرستې ورکوي خو د شناختي کارډونو او پاسپورټونو ملي ادارې نادرا دفتر بندېدو له کبله ځينې خلک له مرستو محرومه ول. حکومت د نادرا دفتر خلاص کړ چې دارنګه د مرستو ترلاسه کوونکيو د شناختي کارډونو ستونزې حل شي. په دې اړه د احمدالله ويډیويي رپورټ وګورئ ویډیو عمران یونس

ماسکو کې د مهربانۍ کور کډوالو ته خواړه ورکوي

Mashaalradio.com 

د یوې خیریه ادارې رضاکار د کورونا وایرس له کبله تر ټولبند لاندې په ماسکو ښار کې وږي کډوال مړوي. دا په داسې حال کې ده چې په روس کې لکونه کډوال خواریکښ ګېر پاتې دي چې زیاتره یې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ورغلي دي. اوس چې بې روزګاره شوي او د پروازونو د نشتوالي له کبله خپلو ملکونو ته نشي تللی. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیو درته منورشاه وړاندې کوي.

تېر کال د نړۍ په بې ځایه شویو کورنیو ډله کې ۱۹ میلیونه ماشومان دي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي تېر ۲۰۱۹ کال د جګړو او تاوتریخوالي په سبب د کورنیو بې ځایه شویو په ډله کې ۱۹ میلیونه ماشومان هم شامل و. دې ادارې نن د مې په پنځمه په یوه راپور کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې دا د بې ځایه شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر دی. د افغانستان په برخه کې راغلي چې په دغه هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په سبب تېر کال ټول ټال ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې له ډلې يې سم نیمايي یو نیم میلیون ماشومان دي. د یونیسیف دا راپور "په کور کې ورک شوي" نومیږي او... Читать дальше...

تر اوسه کرونا ویروس ټوله نړۍ کې له ۲۵۲۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو خلکو شمېر نن شاوخوا دوه لکه او دوه پنځوسو زرو تنو اوښتی دی. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون او د ورلډ میټرس ویب پاڼې له مخې په دغه ویروس د اخته خلکو شمېر هم له درې نیم میلیونو کسانو اوښتی دی. له دې ډلې د څه باندې دولس لکو کسانو درملنه هم شوې ده. اخوا د امریکا د واشنګتن پوهنتون وړاندوینه کړې چې ښايي تر اګست میاشتې د کرونا له لاسه د مرګونو شمېر ډېر لوړ شي. د واشنګتن پوهنتون دا وړاندوینه داسې وخت اعلان شوې چې په اروپايي هېوادونو کې له څو اوونیو... Читать дальше...

Новости России
Москва

Москву и Санкт-Петербург назвали лучшими городами для подработки


بدخشان کې هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان امنیتي چارواکي وایي د مرکز فیض‌اباد اړوند یوه سیمه کې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي. دا خبره د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وکړه. زیاته کړه: "کومه نښته چې نن شپه په یفتل بالا سیمه کې په څو کلیو کې وشوه او هوايي بریدونه هم وشول په نتیجه کې یې د دولت نهه وسله‌وال مخالفین ووژل شول او اووه نور یې ټپيان شول. اووه کلي هم په دې سیمه کې د مخالفینو له وجوده تصفیه شول." روحاني وویل په نښتو کې ملکیانو ته زیان نه‌دی اوښتی. وسله‌والو... Читать дальше...

د کورونا ناروغي ډېره سخته راباندې تېره شوه: منير اورکزی

Mashaalradio.com 

د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی منير اورکزی وايي د کورونا ناروغۍ له کبله له ډېرو سختو تېر شو. نوموړی زیاتوي، په پېښور کې ژوند کوي او هم هلته یې د کورونۍ ۲۹ غړي يوازې د يو هغه تن له وجې په دغه مرض اخته شول کوم چې به د دوی لپاره له بازاره سودا راوړه. اسرار عالم مومند ورسره خبرې کړې

بغلان کې د سکرو کان دوه کارګر بېرته له کانه ژوندي راوتلي

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې د سکرو د کان دوه کارګر چې د مړینې خبر یې خپور شوی و، بېرته له کانه ژوندي راوتلي دي. د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحمد برفکي نن ازادي راډیو ته وویل څلور کارګر څلور ورځې مخکې د سکرو کان ته د سېلاب د ورننوتلو په خاطر د ځمکې لاندې ۱۰۰ مترۍ کې ایسار پاتې و. هغه وویل د خلکو په مرستو باندې دوه تنه دا کارګر له کانه راویستل شول او د دوو نورو ایسارو شویو د ژغورنې لپاره هم هڅې روانې دي. د سکرو کانونه په تېره بیا په هغو سیمو کې چې امکانات کم وي تل په‌کې د کارګرو ژوند ته ځیني ګواښونه... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублёв поднимется на шестое место в рейтинге ATP после победы на «Мастерсе» в Мадриде






На инаугурацию президента РФ пригласили глав аккредитованных диппредставительств

Ракова: более 90% выпускников столичных предпрофессиональных классов учатся по профилю

Столицу украсили ко Дню Победы

МИД ФРГ: Германия отзывает для консультаций своего посла в России