Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

Новости за 10.05.2020

ایران: له امریکا سره د بندیانو بشپړې تبادلې ته چمتو یوو

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي چې له متحدایالاتو سره د بندیانو بشپړې تبادلې ته چمتو دی خو د امریکا حکومت د ایران دې غوښتې ته تراوسه ځواب نه دی ویلی. د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي نن یکشنبې نیوز آنلاین خبري ویبپاڼې ته وویل موږ اعلان کړی چې چمتو یو له قید او شرط پرته له امریکا سره ټول بندیان تبادله کړو او دې ته هم تیار یو چې له امریکايانو سره د ټولو مسایلو په اړه بحث وکړو خو امریکايي چارواکو تراوسه موږ ته هیڅ ځواب نه دی راکړی. ښاغلي ربیعي زیاته کړه، موږ په محبسونو کې د ایراني بندیانو د مصوونیت له کبله اندیښمن یو... Читать дальше...

چارواکي: د ننګرهار محبس کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په محبس کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو له موندل کېدو وروسته والي شاه محمودمیاخېل د عامې روغتیا او محبس مسوولانو ته په دې برخه کې لازمې سپارښتنې کړې دي. د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه بیان کې وايي، د دې ولایت په محبس کې له ۷ مشکوکو پېښو څخه ۶ یې مثبتې ووتې. په بیان کې راغلي دي چې ښاغلی میاخیل د روغتیا د ریاست او محبس له مسوولو چارواکو سره په کتنه کې وویل چې ناروغو بندیانو ته په محبس کې جلا تجرید خونې پرانیستل شوي. بیان زیاتوي چې د ناروغو بندیانو وضعیت د ډاډ وړ دی. په بیان... Читать дальше...

امنیتي چارواکي: د غزني پر لویه لاره لسګونه وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

تندر قول اردو د غزني د دوهم نمبر لویې لارې په اوږدو کې د ماینونو د پاکولو او د دې لارې د خلاصولو په مقصد د عملیاتو په ترڅ کې د لسګونه وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ۲۰۳ تندر قول اردو د رسنیو مسوول ایمل خان مومند آزادۍ راډیو ته وویل، دا عملیات د غزني او پکتیکا ترمینځ د لویې لارې د پرانیستو په مقصد د هوايي او توپچي ځواکونو په مرسته د غويي په ۴مه پیل شول چې تر پرون ورځې پورې یې دوام وکړ. ښاغلی مومند وايي چې په دې ترڅ کې ۱۳۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاتوي: "په دې عملیاتو کې چې د... Читать дальше...

حقیقت موندونکی پلاوی: کره شواهد شته چې افغانان د ایران په خاوره کې مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

له ایران سره پر ګډه پوله د ایراني پوځیانو له خوا هریرود سیند ته د لسګونه افغانانو د غورځولو د پېښې په اړه د حقیقت موندونکي پلاوي مشر وايي، کره شواهد شته چې دا کسان به د ایران په خاوره کې مړه شوي وي. د ایران حکومت په دې پېښه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا پېښه د افغانستان په خاوره کې شوې ده. د افغانستان د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ مشرمفتش جنرال حمید طهماسي چې اوس مهال په هرات کې دی آزادۍ راډیو ته وویل چې د نورو څېړنو لپاره باید دا شواهد له ایراني چارواکو سره شریک شي. Читать дальше...

'لوګر کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل چې د محمدآغې ولسوالۍ په کولي کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي او همداراز د احمدزیو په کلي کې دوه مشکوک وسله وال طالبان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت دا پوځي عملیات تایید کړي خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. افغان چارواکي د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د... Читать дальше...

چارواکي: پکتیا کې نامعلومو وسله والو ۳ ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې پرون ماښام په ډنډ پټان ولسوالۍ کې په یوه نښته کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل: "د ډنډپټان ولسوالۍ په څېړۍ کڅ سیمه کې ۳ ملکي وګړي د ماښام له لمانځه وروسته کورته د تلو پرمهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول، د دې پېښې علت نه دی مالوم او په دې اړه څېړنې روانې دي." تراوسه کم چا یا ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی خو د سیمې اوسیدونکي د منګلو او خروټو قومونو ترمینځ پخوانۍ دښمني د پېښې علت بولي او وايي چې له دې مخکې دې ته ورته حملې شوې دي.

جرمني کې اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني پولیس وايي چې د دې هېواد په څو ښارونو کې یې لسګونه کسان، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د حکومت له خوا د لګول شویو محدودیتونو پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو نیولي دي. پرون په ځینو ځایونو کې د دې مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخوالی پیښ شو. د برلین پولیس وايي، ۸۶ کسان یې وروسته له هغه توقیف کړل چې د پلازمېنې په یوه مرکزي چوک کې د مظاهرې پرمهال یې پولیسو په بوتلونو وویشتل. په دې پېښه کې لږترلږه یو پولیس ټپي شوی دی. د لویدیځ دورتموند ښار پولیس وايي یوتن د اعتراضونو پرمهال د یوه ټلویزیوني چینل پر کارکوونکو برید وکړ. Читать дальше...



میدان وردک کې د ۳۱۶ په شاوخوا کې سړې خونې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردک ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئیس وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۱۶ په شااوخوا کې د سړو خونو جوړېدل منظور شوي چې په خبره‌یې په جوړېدو سره به‌یې د دې ولایت خپل محصولات ذخیره او په ښه کیفیت سره ساتل کېږي. ولید احمد تسل نن ازادي راډیو ته وویل، دا سړې خونې د کرنې ریاست له لوري د ۳۱۴ میلیونه ۲ لکه ۶۹ زره افغانیو په ارزښت د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې جوړېږي چې د مڼو، کچالو، پیازو او د مېوو د وچولو سولري ماشینونه به هم په‌کې وي. د نوموړي په خبره، په دې سره به د ولایت د بزګرانو اقتصاد هم ښه شي. Читать дальше...

Новости России
Москва

Эксперт "Рексофт" о технологических помощниках в логистике, ритейле и маркетплейсах


د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې به ډېر ژر د پخې ډوډۍ وېش لړۍ پیل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د هېواد په ۲۸ نورو ولایتونو کې ډېر ژر د نانوایانو له طریقه د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ پیل شي. جمهوري ریاست نن په یو بیان کې ویلي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وېډیو کنفرانس له لارې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندز، هرات او کندهار ولایتونو والیانو ته هدایت ورکړی چې د ډوډۍ وېش بهیر دې د هېواد په پاتې ۲۸ ولایتونو کې هم پیل کړي. په بیان کې ویل شوي، ولسمشر غني ویلي د شپږو ولایتونو تجربې وښوده چې د پخې ډوډۍ د وېش بهیر بریالی دی او باید ترې استفاده وشي. تر دې وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو... Читать дальше...

سټارز انډ سترایپس: ایا د وسله‌والو طالبانو دا ډله د باور وړ ده؟

Pa.azadiradio.com 

ورځپاڼه بیا د افغانستان د رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش د تېرې اوونۍ راپور ته اشاره کوي چې په‌کې راغلي دي، د سولې تر تړون وروسته پر افغان ځواکونو د بریدونو یوه لړۍ پیل شوې چې تر موسمي بریدونو یې کچه لوړه ده.

د روسیې یوه روغتون کې چې د کرونا ناروغان بستر و اور لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې یوه روغتون کې چې د کرونا ناروغان بستر و اور لګېدلی او کم تر کمه یو تن‌یې وژلی دی. ټاس او ریانووستي اژانسونو راپور ورکړی چې دغه اور تېر ماښام ۸:۳۰ بجې د روسیې شمال لوېدیځ ته په سپسکوکوتسکي روغتون کې ولګېد. د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، ناروغان له دې روغتونه تخلیه شوي او اور هم مړ شوی دی. د دغه روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوې وه، دا په روسیه کې د ګوتو شمار هغو روغتونونو له ډلې دی چې د کرونا د ناروغانو درملنه کوي. په روسیه کې تر پرون پورې د کرونا... Читать дальше...

د میخایل ساکاشویلي په اړه د ګرجستان او اوکراین ترمنځ نارضایتي

Pa.azadiradio.com 

ګرجستان د اوکراین له هغه اقدامه ناراضه شوی چې میخایل ساکاشویلي یې د دولت د اصلاحاتو یوه بنسټ ته نوماند کړی دی. ګرجستان له همدې امله د اوکراین له پلازمېنې کیف نه خپل سفیر راغوښتی دی. د ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر دیوید زالکالیاني ویلي، خپل سفیر یې د مشورې لپاره تبلیسي ته راغوښتی دی. ګرجستان دغه پرېکړه له هغه یوه ورځ وروسته وکړه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ګرجستان پخوانی جنجالي ولسمشر میخایل ساکاشویلي د اوکراین د ملي اصلاحاتو د شورا اجرائیه کمېټې ته کاندید کړ. ۵۲ کلن ساکاشویلي له ۲۰۰۴... Читать дальше...

د چین روغتیایي چارواکي: کرونا ویروس یو لوی ازمون و

Pa.azadiradio.com 

د چین یوه لوړپوړي روغتیایي چارواکي ویلي، کرونا ویروس چې تر اوسه‌یې په ټوله نړۍ کې څلور میلیونه کسان نیولي، یو لوی ازمون و. د چین د روغتیا کمېسیون مرستیال لي بین ویلي، دغه ویروس د چین په ځینو روغتیایي څانګو او د چین د چټک غبرګون په برخه کې یو شمېر کمزورۍ راڅرګندې کړې. ده وویل، دې کار وښوده چې چین لا هم د درملنې په اصلي سیستمونو کې ستونزې او د عامې روغتیا بېړنیو حالاتو ته د رسېدو په برخه کې کمۍ لري. دا لومړی ځل دی چې د چین یو لوړپوړی چارواکی د کرونا ویروس په وړاندې مبارزې برخه کې د دغه کمونېستي رژیم تېروتنې مني. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

На кураже: Рублёв пробился в финал «Мастерса» в Мадриде, Медведев снялся из-за травмы






Инаугурация президента Путина - 2024. Прямая трансляция

Автобусы начнут напрямую курсировать из Нижнего Новгорода в Йошкар-Олу

Российский турист напился и улегся спать на карнизе второго этажа музея, шокировав прохожих

Специалист Милова дала советы по выбору вклада