Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د کندز اوسېدونکي: هر کال موسمي سېلابونه مو کورونه او ځمکې ورانوي

0
د کندز د علي‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکي شکایت کوي چې هر کال موسمي سېلابونه د دوی کورونه، باغونه او کرنیزې ځمکې تخریبوي او خلکو ته بې‌شمېره مالي زیانونه اړوي.


د کندز د علي‌اباد ولسوالۍ د اوسېدونکو زیاته برخه کروندګر جوړوي.


دوی وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په ځینو سیمو کې د چهاردرې سیند تر غاړې د استنادي دېوالونو او د اوبو د تنظیم نشتوالي له کبله هر کال موسمي سېلابونه د دوی کرنیزې ځمکې او کورونه ورانوي.


په ورته وخت کې په کندز کې د امو سیند د حوزوي عمومي ادارې چارواکي بیا وايي چې په علي‌اباد ولسوالۍ کې د تحکیماتو لویې پروژې تطبیق شوې دي او په نږدې راتلونکي کې د تحکیماتو یو شمېر نورې پروژې هم پلې کېږي.


د علي‌اباد ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې حال کې د موسمي سېلابونو له کبله خپلې اندېښنې څرګندوې چې د دغې ولسوالۍ سربېره په خان‌اباد، امام صاحب، قلعه‌زال او چهاردرې ولسوالیو کې او دغه‌راز دکندز ښار اړوند سیمو کې هم هر کال موسمي سېلابونه راوځي او د خلکو زراعتي ځمکې او کورونه ورانوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса