Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

تېر کال د نړۍ په بې ځایه شویو کورنیو ډله کې ۱۹ میلیونه ماشومان دي

0
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف ویلي تېر ۲۰۱۹ کال د جګړو او تاوتریخوالي په سبب د کورنیو بې ځایه شویو په ډله کې ۱۹ میلیونه ماشومان هم شامل و.


دې ادارې نن د مې په پنځمه په یوه راپور کې دا خبره کړې او ویلي یې دي چې دا د بې ځایه شویو ماشومانو تر ټولو لوړ شمېر دی.


د افغانستان په برخه کې راغلي چې په دغه هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په سبب تېر کال ټول ټال ۳ میلیونه کسان بې ځایه شوي چې له ډلې يې سم نیمايي یو نیم میلیون ماشومان دي.


د یونیسیف دا راپور "په کور کې ورک شوي" نومیږي او هغو خطراتو او ننګونو ته یې پام اړولی چې کورني بې ځایه شوي ماشومان ورسره مخ دي.


دې ادارې د ماشومانو د خوندي ساتنې لپاره د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.


یونیسیف ویلي کورني بې ځایه شوي ماشومان لومړنیو خدماتو ته ډېر لاسرسی نه لري او د تاوتریخوالي، سو استفادې او قاچاق له خطرونو سره مخ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса