بدخشان کې هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۹ وسلهوال وژل شوي
دا خبره د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني نن ازادي راډیو ته وکړه.
زیاته کړه: "کومه نښته چې نن شپه په یفتل بالا سیمه کې په څو کلیو کې وشوه او هوايي بریدونه هم وشول په نتیجه کې یې د دولت نهه وسلهوال مخالفین ووژل شول او اووه نور یې ټپيان شول. اووه کلي هم په دې سیمه کې د مخالفینو له وجوده تصفیه شول."
روحاني وویل په نښتو کې ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی.
وسلهوالو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نهدی ښودلی.
د بدخشان په ځینو سیمو کې وسلهوال طالبان فعال بلل کېږي چې له املهیې د داعش او د مرکزي اسیا د نورو ترهګرو ډلو غړو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده.
