Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

ارګ په ایران کې د افغانانو پر وژل کېدو تند غبرګون وښود

0
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له څو ورځني ځنډ وروسته په ایران کې د افغانانو پر وژل کېدو تند غبرګون وښود.


د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، دا "وحشیانه او غیر انساني عمل د نه‌بخښنې وړ جنایت" دی.


ښاغلي صدیقي لیکلي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دغه خواشینوونکې پېښه په جدي ډول څېړي.


د تېرې شنبې په ورځ د ایران او افغانستان پولې ته نږدې ایراني پوله‌ساتو ځواکونو لسګونه افغان کډوال د ټوپک په زور اوبو ته اچولي چې له دې ډلې د ۲۳ هغو د مړینې خبر خپور شو.


د افغانستان په لوېدیځ کې د قربانیانو کورنیو او د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته ویلي، وژل شوي د ډېرې مجبورۍ له کبله ایران ته په کار پسې روان وو.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ایران په یوه رسمي لیک کې ډاډ ورکړی چې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره شوی زورزیاتی به څېړي.


د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، ایران دوی ته په مکتوب کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو یو ګډ پلاوی به د پېښې ځای کې پلټنه پیل کړي.


بهرنیو چارو وزارت له دې وړاندې له ایرانه د ورته کار غوښتنه کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса