Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته باور رایه ورکړه

0
د عراق پارلمان نوي صدراعظم مصطفی‌الکاظمي ته چهارشنبه ناوخته په غوڅ اکثریت د باور رأیه ورکړه.


په دې ترتیب د عراق د نوې کابینې د تشکیل لانجه چې له میاشتو میاشتو د دې هېواد د کړکېچ یو عمده دلیل بلل کېږي تر یوې اندازې هوار شو.


مصطفی‌الکاظمي د عراق د ملي اطلاعاتو پخوانی رئیس و.


د الکاظمي د نوې کابینې ۱۵ نوماند وزیرانو هم د باور رایه خپله کړه.


یوازې د بهرنیو چارو او د نفتو نوماند وزیرانو د عراق په پارلمان کې د خلکو د استازو د نظر د اختلاف په سبب د باور رایه وانه‌خیسته.


د عراق په پلازمېنه بغداد او جَنوب شیعه مېشتو ښارونو کې خلکو له تېر کاله د دولتي فساد، بې‌کارۍ، ناسمو عمومي خدماتو او د ایران د نفوذ په غبرګون پراخې مظاهرې وکړې.


دا مظاهرې د پخواني صدراعظم عادل عبدالمهدي د استعفا لامل هم شوې.


عبدالمهدي تر دې وروستیو ورځو د صدارت چارې د یوه کفیل په توګه مخته وړلې.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس په عراق کې د نوي حکومت او کابینې له جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې امریکا به له یاد حکومت سره مرستې وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса