Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

پنټاګون: د امریکا پوځ تېر کال افغانستان کې ۱۰۸ ملکي وګړي وژلي

0
د امریکا پوځ وایي، تېر کال د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې له ۲۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.


په هغه راپور کې چې پرون د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون له‌خوا خپور شوی ویل شوي چې تېر کال د امریکایي ځواکونو په بریدونو کې په افغانستان، عراق، سوریه او سومالیا کې ۱۳۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۱ تنه نور ټپیان شوي دي.


د دغه راپور له مخې تر ټولو ډېر تلفات په افغانستان کې ملکي وګړو ته رسېدلي چې د وژل شویو شمېر یې ۱۰۸ تنه او د ټپیانو ۷۵ تنه ښودل شوی دی.


خو د بخښنې نړیوال سازمان یا امنستي انټرنشنل چې په جګړو کې د بشري حقونو پر مسئلې څارنه کوي وایي چې پنټاګون ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېر ډېر کم ښیي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса