Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د هرات چارواکي: طالبانو ۱۷ افغان سرتېري خوشې کړل

0
د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، طالبانو په ګلران ولسوالۍ کې هغه ۱۷ امنیتي سرتېري ورسپارلي چې څه موده وړاندې د هغوی له‌خوا اسیر شوي وو.


د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته د اسیر شویو امنیتي سرتېرو د ورسپارلو خبره تأیید کړه، خو جزئیات‌یې ورنه‌کړل.


ښاغلی فرهاد زیاتوي: "د امنیتي منسوبینو په ګډون ۱۷ کسان له څه مودې راهیسې له طالبانو سره په بند کې وو، پرون دغه کسان د هرات محلي چارواکو ته وسپارل شول، د هرات ولایت له دې هڅو هرکلی کوي او خوشې شوي کسان د هېواد اصلي اتلان بولي."


خو د ګلران ولسوال عبدالغني نوري ازادي راډیو ته وویل چې په دغو کسانو کې د پولیسو او ملي اردو سرتېري او یو څارنوال و چې له دوو کلونو راهیسې د طالبانو په بند کې و.


د ښاغلي نوري په وینا، طالبانو د قومي مشرانو او سپین ږیرو په وسیله دغه کسان د هرات ادارې ته وسپارل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса