Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

ایران کې زلزله شوې

0
نن سهار د ایران پلازمېنه تهران کې د یوې زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.


دا زلزله د ریښتر په کچه ۵،۱ یو بلل شوې ده. ویل کېږي د زلزلې ټکانونو د دې ښار یو شمېر اوسېدونکي وېرولي او د دې زلزلې وروسته د نورو ټکانونو له وېرې له کورونو د تهران کوڅو ته وتلي دي.


د تهران پوهنتون د جیوفزیک د مرکز په حواله زلزله په ځایي وخت تېره شپه له نیمې شپې لږ وروسته د دماوند ښار ته نږدې اووه کیلومتره ژوره رامنځته شوې ده.


دا ښار د تهران په ختیځ کې ۷۰ کیلومتره لیرې پروت دی.


د ایرنا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې له کبله د مرګ‌ژوبلې یا ویجاړۍ لومړي راپورونه نه‌دي ورکول شوي.


زلزلې په شمال ولایت مازنداران هم اغېز کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса