Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

روسیې د امریکايي کالوي او فرانسوي دیلپال د نظربندۍ موده وغځوله

0
په روسیه کې یوې محکمې د امریکايي پانګه‌وال مایکل کالوي او د هغه د فرانسوي شریک فیلیپ دیلپال د نظربندۍ موده د اګسټ تر ۱۳مې نېټې پورې اوږده کړې ده.


د مسکو ښاري محکمې دا حکم پرون د مې په اوومه شپږ ورځې مخکې له دې چې د دواړو تورنو د کور د نظربندۍ موده پای ته ورسېږي اعلان کړ.


دې محکمې له دې یوه ورځ مخکې د مسکو د یوې بلې محکمې پر وړاندې چې په مسکو کې د کالوي د جایدادونو د مصادرې او د نوموړي د بانکي حسابونو د کنګل کولو حکم‌یې کړی و، د کالوي د استېناف غوښتنه رد کړه.


کالوي او په روسیه کې د دېره بارینګ ووستوک د خصوصي شرکت څو د مشرتابه پلاوي غړي د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې په مسکو کې ونیول شول او په مالي درغلۍ تورن شول.


اوس‌مهال کالوي او یو بل امریکایی، د داسې تورونو په خاطر چې پلویان‌یې بې‌بنسټه بولي، په روسیه کې په بند کې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса