Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د جرمني د بوندیس لیګا فوټبال سیالۍ پیلېږي

0
ټاکل شوې د جرمني د بوندیس لیګا فوټبال سیالۍ د مې میاشتې له ۱۶مې د نندارچیانو له حضور پرته پیل شي.


د کرونا ویروس له خپرېدو راهیسې، دا په اروپا کې لومړنۍ ورزشي سیالۍ دي چې ترسره کېږي.


دا اعلان پرون په یوه اعلامیه کې له هغه وروسته وشو چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل د دغه هېواد له ۱۶ والیانو سره وکتل.


د جرمني بوندیس لیګا سیالۍ د بریتانیا له غوره لیګ او د اسپانیا له لالیګا سیالیو وروسته اروپا کې د فوټبال مهمې لوبې ګڼل کېږي.


له دې سره داسې هیلې شته چې په ایټالیا، اسپانیا او بریتانیا کې به هم د فوټبال لیګونو پيل ته زمینه برابره شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса