Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

اتمر له سعودي غوښتي په افغانستان کې د اوربند لپاره هڅه وکړي

0
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل سعودي سیاله غوښتي چې په یمن کې د اوربند له تجربې په ګټې اخیستو، په افغانستان کې هم دې کار لپاره هڅه وکړي.


د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه چې نن خپره شوه وایي، محمد حنیف اتمر او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان دغه‌راز په دوه اړخیزو اړیکو او له افغانستان سره د سعودي په همکاریو خبرې کړې دي.


په دې ټیلیفوني خبرو کې فیصل بن فرحان ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به د سعودي مرستې او همکارۍ دوام پیدا کړي.


کله چې ملګرو ملتونو د کرونا وبا له کبله په نړۍ کې د اوربند غږ وکړ، نو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف جګړه و دروله.


ملګرو ملتونو ویلي، یمن کې د حوثي سخت دریځو په ګډون ۱۴ مخالفو ډلو هم د دوی دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او جګړه‌یې درولې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса