Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

اشرف غني د خوست امنیه قوماندان وژل کېدل وغندل

0
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خوست د امنیه قوماندان سید احمد بابازي وژنه غندلې او یو ځل بیا یې له طالبانو غوښتي چې له افغان وژنې لاس واخلي.


د ارګ په خبرپاڼه کې د ښاغلي غني په حواله راغلي، هېوادوال د تحمیلي جګړې او د کرونا وبا په اړه اندیښمن دي او د ده په ټکو، هیله ده چې طالبان داسې شرایطو کې اوربند ومني.


د خوست امنیه قوماندان له خپلو څو ملګرو سره تېره شپه د ماین په چاودنه کې ووژل شو.


تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نه‌دی اخیستی، خو د خوست والي دا د طالبانو کار بللی دی.


څه موده وړاندې خوست کې د والي حلیم فدایي پر موټریز کاروان ځانمرګی برید وشو چې هغه ترې روغ ووت.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса