Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: د ننګرهار محبس کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي

0
د ننګرهار په محبس کې د کرونا ویروس د مثبتو مواردو له موندل کېدو وروسته والي شاه محمودمیاخېل د عامې روغتیا او محبس مسوولانو ته په دې برخه کې لازمې سپارښتنې کړې دي.


د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه بیان کې وايي، د دې ولایت په محبس کې له ۷ مشکوکو پېښو څخه ۶ یې مثبتې ووتې.


په بیان کې راغلي دي چې ښاغلی میاخیل د روغتیا د ریاست او محبس له مسوولو چارواکو سره په کتنه کې وویل چې ناروغو بندیانو ته په محبس کې جلا تجرید خونې پرانیستل شوي.


بیان زیاتوي چې د ناروغو بندیانو وضعیت د ډاډ وړ دی.


په بیان کې دا یادونه هم شوې ده چې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ مشکوک ۱۲ نور کسان هم په جلا ځای کې تر مراقبت لاندې دي.


دا په داسې حال کې ده چې نن د ننګرهار د کرونا په لابراتوار کې د ختیځ په کچه د ۲۷ نورې مثبتې پېښې تایید شوې او له دې سره د هېواد په ختیځ کې د کوویډ-۱۹ د ناروغانو شمېر ۳۰۵ ته لوړ شو.


د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه وايي چې له دې پېښو څخه اته په ننګرهار، دولس په لغمان او اوه په کونړ کې ثبت شوې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса