Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

'لوګر کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي'

0
د لوګر امنیتي چارواکي د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۱ طالب وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.


د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل چې د محمدآغې ولسوالۍ په کولي کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي او همداراز د احمدزیو په کلي کې دوه مشکوک وسله وال طالبان له وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.


د کورنیو چارو وزارت دا پوځي عملیات تایید کړي خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


افغان چارواکي د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د عملیاتو د پیل خبر په داسې حال کې ورکوي چې ۲۰۳ تندر قول اردو پرون وویل، طالبانو د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې یو ملکي کس وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса