Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: پکتیا کې نامعلومو وسله والو ۳ ملکیان وژلي

0
د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې پرون ماښام په ډنډ پټان ولسوالۍ کې په یوه نښته کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.


د پکتیا والي ویاند عبدالله حسرت نن یکشنبې آزادۍ راډیو ته وویل: "د ډنډپټان ولسوالۍ په څېړۍ کڅ سیمه کې ۳ ملکي وګړي د ماښام له لمانځه وروسته کورته د تلو پرمهال د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شول، د دې پېښې علت نه دی مالوم او په دې اړه څېړنې روانې دي."


تراوسه کم چا یا ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی خو د سیمې اوسیدونکي د منګلو او خروټو قومونو ترمینځ پخوانۍ دښمني د پېښې علت بولي او وايي چې له دې مخکې دې ته ورته حملې شوې دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса