Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

امریکا کې ۳۶ میلیونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي

0
په امریکا کې شا او خوا ۳ میلیونه نورو کسانو هم د بیکارۍ له امله د مرستو غوښتنه کړې ده.


له دې سره د امریکا په متحدو ایالتونو کې د هغو کسانو شمېر چې د کرونا د خپرې شوې وبا له کبله یې دندې له لاسه ورکړي، شا او ۳۶ میلیونو ته ورسېد.


په داسې حال کې چې د شپږمې پرلپسې اوونۍ لپاره په امریکا د هغو کسانو شمېر په کمېدو دی چې د بې کارۍ له کبله د دولتي مرستو غوښتنه کوي، خو د کرونا وبا د خپرېدو له کبله په نړۍ کې اقتصادي زیانونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.


د اروپا، اسیا او شمالي امریکا اقتصادونه د بې کارۍ د زیاتېدو او د تولیداتو له کمي سره مخ دي.


د اقتصاد پوهانو د وړاندوینو پر بنسټ په امریکا کې د بېکارۍ کچه په سلو کې له ۱۵ پورته شوې او ممکن په سلو کې تر شلو ورسېږي.


دا مهال په امریکا کې له شپږو یو کارګر د کار له مارکیټ وتلی دی.


په امریکا کې د دویمې نړیوالې جګړې راهېسې دا د بیکارۍ تر ټولو لوړه اندازه ګڼل کېږي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса