Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت: ترکمنستان ۱۲۶ افغان بندیان خوشې کوي

0
ترکمنستان هغه ۱۲۶ افغانان خوشې کوي چې په بېلابېلو جرمونو په هغه هېواد کې بندیان دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو او حسن نیت لپاره د کوچني اختر په مناسبت د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان ورکړ.


د اعلامیې له مخې تمه ده دغه بندیان د دوشنبه په ورځ د ثور ۲۹ یاد بندیان په آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې افغان سرحدي ځواکونو ته ورتسلیم شي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی.


په اعلامیې کې نه دې راغلي چې دغه بندیان په کومو جرمونو په ترکمنستان کې بندیان دي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса