Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

'خوست کې بمي چاودنو کې ۵ کسان ټپیان کړي'

0
نن مازدیګر نږدې پنځه بجې د خوست ښار اداري کمپلېکس په سیمه کې جمهوریت دروازې سره نږدې دوې چاودنې وشوې، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.


د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکتر حبیب شاه انصاري آزادي راډیو ته وویل، چاونه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال ډاکتر ګل محمدالدین محمدي پر موټر شوې، چې په اوله چاودنه کې نوموړی او یو ساتونکی يې ټپیان شول.


ده زیاته کړه، کله چې د چاودنې سیمې ته پولیس ورسېدل، دویمه چاودنه هم وشوه، چې په هغه کې بیا ۳ پولیس ټپیان شول.


د عامې روغتیا رئیس وویل، په ټپیانو کې یوازې د یوه سرتېري روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.


تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса