Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: فاریاب کې د طالبانو پر ضد لاریونونه شوي

0
افغان چارواکي وايي چې د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې خلکو د طالبانو پر ضد لاریونونه پیل کړي دي.


د شیرین تګاب ولسوال ذین الله ذکي آزادۍ راډیو ته وویل چې د کوه صیاد او اسلام کلا سیمو د اوسېدونکو لاریونونه نن غرمه مهال پیل شوي او اوس هم روان دي.


ښاغلي ذکي د طالبانو بې عدالتي او ظلم د دې لاریونونو علت وباله.


هغه زیاته کړه: "دوی خلکو ته ستونزې جوړولې، له زور څخه یې کار اخیست، له خلکو یې عشر او غیرقانوني پیسې اخیستې، خلک له دې وضعیت څخه پوزې ته راغلي وو."


طالبانو تراوسه د چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.


شیرین تګاب د مزار- میمنې د لویې لارې په اوږدو کې پرته ولسوالي ده چې پر یو شمير سیمو یې طالبان ولکه لري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса