Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د کابل-جلال‌اباد په لویه لار کې د موټر ټکر له امله ۶ تنه مړه شوي

0
لغمان چارواکي وایي چې د کابل-جلال‌اباد په لویه د قرغیو ولسوالۍ عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د دوو ټوډي موټر د ټکر له امله ۶ تنه مړه او ۳ زخمیان شوي.


د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډيو ته وویل، په مړو شویو کسانو کې کوچنیان او ښځې هم شامل دي او په خبره‌یې چې دا پېښه تېره شپه شااواخوا نهه بجې شوې.


دی وایي چې پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.


د یادونې وړ ده چې د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره هر کال لسګونه پېښې رامنځته کېږي چې خلک په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса