Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

ترکمنستان ۵۸ افغان بندیان خوشې کړل

0
افغان چارواکي وایي، یو شمېر افغان خوشې شوي بندیان له ترکمنستان څخه د آقینې بندر له لارې افغان دولت ته وسپارل شول.


د جوزجان د والي مرستیال عبدالقادر مالیه د افغان دولت په استازیتوب د آقیني بندر ته ورغلی و.


نوموړي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ۵۸ بندیان چې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو دي، نن تر غرمي وروسته هېواد ته ستانه شول.


 هغه زیاته کړه: "ما ته د دولت په استازیتوب ۵۸ تنه افغانان چې د ترکمنستان په محبس کې بندیان وو، په آقینې بندر کې تسلیم کړای شول."


د نوموړي په خبره دا بندیان د جوزجان، فاریاب، بلخ، بغلان او غور ولایتونو دي.


د راپورونو له مخې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د کوچني اختر په مناسبت ۱۴۰۲ تنه بندیانو ته چې ۱۲۰۰ یې کورني او ۲۰۰ یې بهرنیان دي، د حبس موده وبخښله.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي و چې ترکمنستان به د مې ۱۸ چې نن ده، ۱۲۶ تنه افغان بندیان په آقینې او تورغنډۍ بندرونو کې افغان دولت ته وسپاري.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ترکمنستان د دې اقدام ستاینه کړې او د دواړو هېوادونو پر لا پیاوړو اړیکو یې ټینګارکړی دی.


دا نه دې ویل شوي چې دغه افغانان په کومو جرمونو په ترکمنستان کې بندیان وو.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса