Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چاروکي: غزني د ۷۵۰ پروژو د جوړېدو چارې پیل شوې

0
په غزني کې د کرنې په برخه د ۷۵۰ پروژو د جوړولو چارې پیل او په دوو میاشتو کې به بشپړې شي.


د غزني والي وحیدالله کلیمزي د سې شنبې په ورځ د دغه پروژو د پیلولو په اړه په جوړه شوې غونډه کې وویل: "د ولایت په مرکز او ۱۸ ولسوالیو کې به د ممیزو، کچالوو او پیازو د خوندي ساتلو دغه خونې په دوه میاشتو کې جوړېږي شي، چې د زرګونه مټرک ټنه میوه جاتو او سبزیجاتو د ساتلو ظرفیت به ولري."


والي زیاته کړه، د ولایت باعدارانو او بزګرانو ته د ګټې رسونې ترڅنګ څو نورې ګټې هم لري، چې د لنډې مودې لپاره به د کرنې او انجنرۍ پوهنځۍ ۱۶۰ فارغو ځوانانو ته کاري فرصت پیدا کړي او د اوږدې مودې لپاره به تقریباً د ۹۵۰۰ سوه کسانو لپاره کاري فرصتونه ولري.


په دغه پروژو به ۳۶۵ اعشاریه ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې دا به د افغانستان دولت له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کېږي.


والي زیاته کړه: "د دغه پروژو یوه برخه یې چې د میوو د وچولو ده، ښځو ته ځانګړې شوې ده، چې له دې سره د ښځو په اقتصادي لوړوالي کې هم ښه ونډه لرلی شي."


په دغه پروژو کې، ۴۰۰ د ممیزو ساتلو خونې، ۲۵۰ د کچالوو سړې خونې، ۸۰ د پیازو د محصولاتو سړې خونې، شل بابه د باغدارۍ د محصولاتو یا د میوه جاتو سړې خونې شاملې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса