Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۸۱ پېښې ثبت شوي

0
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۷ نیم زرو واوښت.


د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، یوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ نوې مثبتې پښې په ټول هېواد کې ثبت شوي.


د دې وزارت مرستیال وحیدالله مجروح په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وویل، د خلکو له لوري د ګرځبندیز نه مراعتول او روغتیايي سپارښتونو ته نه پاملرنه هغه دلیلونه دي چې ویروس د چټکې خپریدا په حال کې دی.


د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دې ویروس تر اوسه په هېواد کې ۱۷۸ کسه مړه کړي او ۸۵۰ کسان بيرته روغ شوي دي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса