Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

'د غويي د ۱۳ مې پېښې د څېړنې په هدف ایرانی پلاوی افغانستان ته راځي'

0
تمه ده د ایران یو ډیپلوماتیک پلاوی د افغانستان او ایران ترمنځ پوله کې د ثور د ۱۳ نیټې د پېښي په اړه د ګډو څېړنو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.


افغان چارواکي وايي، ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د غويي په ۱۳مه یعنې څه باندې دوه اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکي په وهلو او د ټوپک په زور د سیند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړي و.


له دې ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ لا درکه دي او ۱۷ نور ژغورل شوي.


افغان حکومت د ثور پر ۲۹ خبر ورکړ چې ایران د افغانستان لخوا هغه شواهد او اسناد نه‌دي منلي چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د وژنې او ځورونې د پېښې په تړاو ورسپارل شوي وو.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه پلاوی به له افغان لوري سره په ګډو څیړنو کې برخه واخلي.


د اعلامیې له مخې د ایراني پلاوي مشري به د ایران د بهرنیو چارو وارت د نړیوالو او حقوقي چارو مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري خو دا نه دي ویل شوي چې دا پلاوی به کله افغانستان ته ولاړ شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса