Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د برید په اعتراض راوتلي

0
د پروان لسګونه اوسېدونکي پر یوه جومات د تېرې شپې د برید په اړه په اعتراض راوتلي او د قربانیانو مړي د ولایت ودانۍ مخته راوړي دي.


تېره شپه د پروان ولایت په خلازایي سیمه کې وسله‌والو پر لمونځ کوونکو برید کړی چې د چارواکو په خبره ۱۰ تنه ملکیان‌یې وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.


د سیمې خلک په پروان ولایت کې د امنیت غوښتنه کوي او له سیمه‌ییزو چارواکو څخه غواړي چې د تېرې شپې د برید عاملین ونیسي.


د پروان سیمه‌ییز چارواکي وایي ښایي داعش وسله‌وال په دې پېښه کې لاس ولري، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ازادي راډیو ته ویلي چې دا کار د طالبانو دی.


هغه وویل: "دا یو بشري او انساني ضد جنایت دی او غندو یې. قطعاً طالبان به د خپل جنایت ځواب ویني." 


تر اوسه د دې پېښي مسؤلیت رسماً چا پر غاړه نه‌دی اخیستی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса