Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

بامیانو کې بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو

0
د بامیانو ولایت بزګرانو لپاره د کرنیزو پورونو د ورکولو پروګرام پيل شو.


د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل چې د کرنې د پراختیا صندوق له‌خوا د دې برنامې له لارې په ټولنیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوی چې د دې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کېږي چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي.


ښاغلي رستمي وویل بزګران کولای شي د دغو پورونو په ګټې اخیستنې سره خپل کرنیزې اړتیاوې پوره او د کچالو حاصلات زیات شي چې دا به د دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.


ښاغلي رستمي زیاته کړه چې د بامیانو کچالو ملي او نړیوال شهرت لري او یاد ولایت په هېواد کې د کچالو د تولید تر ټولو مهم ولایت دی چې د هېواد د اړتیا وړ څه باندې ۵۰ سلنه کچالو د بامیانو له ولایت څخه په لاس راځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса