Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

اېف‌بي‌ای: تکزاس کې د سمندري ځواکونو پر اډې پرونی برید ترهګرو کړی

0
د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (اېف‌بي‌ای) وایي، دې نتیجې ته رسېدلي چې په تکزاس کې د سمندري ځواکونو پر اډې پرونی برید ترهګرو کړی دی.


په دې پېښه کې په یوه امنیتي پوسته کې د پلې سمندري ځواکونو یوه ښځینه عسکره ټپي شوې ده. برید کوونکی په سرعت د موټر په واسطه د اډې دروازې ته داخل شوی او ساتونکی د دې سربېره چې ټپي شوی دی الکترونیکي موانع‌یې فعاله کړې دي او اډې ته‌یې د هغه د داخلېدو مخه نیولې ده.


د 'اېف‌بي‌ای' په وینا، دغه وسله‌وال د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او ټپي شوې مېرمن روغتون ته انتقال شوې ده.


'اېف‌بي‌ای' د برید کوونکي په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو دا خبره‌یې کړې ده چې دا یوه ترورېستي حمله وه.


د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له 'اېف‌بي‌ای' سره یوځای کار کوي ترڅو دا موضوع روښانه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса