Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

خامنه‌یي: فلسطینیان دې د اسرائیل ضد پاڅون ته دوام ورکړي

0
د ایران مشر علي خامنه‌یي له فلسطینیانو وغوښتل چې د اسرائیل پر ضد خپل پاڅون ته ادامه ورکړي.


ده د اسرائیل حکومت د سرطان له دانې سره تشبیه کړ.


علي خامنه‌یي چې نن د قدس د ورځې په مناسبت په تهران کې خبرې کولې له فلسطینیانو سره د تهران له لوري د وسلو د مرستې ستاینه وکړه او ویې‌ویل چې د فلسطین لپاره جګړه د هر مسلمان لپاره جهاد دی، خامنه‌یي بیا د فلسطینیانو د سولې خبرې بې‌ګټې وبللې.


ده وویل: "له امریکایانو او د غرب له نورو حکومتونو سره خبرې همداراز له بې‌کاره نړیوالو ډلو سره خبرې، د فلسطین ترخه او ناکامه تجربه ده."


د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې دا خبرې غندلې دي.


په ۱۹۷۹ کې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته ایرانیان د روژې میاشتې هره وروستۍ جمعه د قدس د ورځې په نوم لمانځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса