Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د لوګر ولایتي شورا: پل علم زندان کې یو کس د کرونا ویروس له امله مړ شوی

0
د لوګر ولسي استازي وایي، د پل علم ښار په زندان کې یو سپین ږیری بندي د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.


د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، زندان کې مشکوک یو شمېر کسان معاینه شوي چې د ځینو هغوی نتیجې مثبتې راوتلي.


هغه زیاته کړه: "یو تن چې محبس کې کرونا نیولی و، سپین ږیری و او مړ شوی دی، پر دې سربېره څلور نور زندانیان هم کرونا نیولي دي."


ښاغلی ستانکزی وایي، تر دې پېښې وروسته زندانیانو د دې لپاره د نه خوړو اعتراض کړی چې د ولسمشر د بخښنې ځانګړی فرمان سم نه دی عملی شوی.


د لوګر امنیه قومندانۍ وایي، زندانیانو اوس خپل اعتصاب پای ته رسولی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса