Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

ایران کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړل شوه

0
د ایران ولسمشر دغه هېواد کې د کسب او کار، تاریخي ځایونو او زیارتونو د بیا پرانستو اجازه ورکړه.


حسن روحاني نن ( شنبه) له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه یوې ځانګړې غونډه کې وویل، سر له سبا د اختر په پېل سره د تاریخي ځایونو او موزیمونو دروازې د خلکو په مخ خلاصېږي.


ښاغلي روحاني وویل، له دې یوه ورځ وروسته د مې په ۲۵مه نیټه به زیارتونه هم پرانستل شي.


هغه زیاته کړه: "کومې پرېکړې چې په نننۍ جلسه کې وشوې، یوه برخه یې زمونږ په فرهنګ او ټولنې پورې تړلې، دا پرېکړې د مقدسو او ځینو نورو ځایونو د بیا پرانستنې په اړه دي."


د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې د ټولنیز واټن اصول او روغتیایي سپارښتنې به په کلکه عملي کېږي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса