Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

درېیمه تېل وړونکې ایرانۍ کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده

0
د ایران درېیمه تېل وړونکې کښتۍ ونزوئلا ته ورسېده.


د کښتۍ تعقیب کوونکي معلومات د ریفینیتو اکان شرکت ټول کړي او ښيي چې د ایران په بیرغ سمباله درېیمه کښتۍ سې شنبه په ځايي وخت د ونزوئلا د ځانګړي اقتصادي زون او ځمکنیو اوبو ته ننوتله.


د روېټرز په وینا د پیټونیا تېل وړونکې کښتۍ د سې شنبې په سهار وختي د کیریبین بحیرې ته ننوتله او د نورو تېل وړونکو ټانکرونو فارچون او فوریسټ ورته لار یې تعقیب کړه.


د فارچون تېل وړونکې کښتۍ د دوشنبې په ورځ د ۴۳ میلیون بنزین بوشکو سره د ایل پالیتو بندر ته ورسېده او د ونزوئلا د تېلو د وزیر له‌خوا یې تود هرکلی وشو.


د ونزوئلا د تېلو وزیر په دغه هېواد کې د تېلو د کموالي د کړکېچ په جریان کې د ایران له دې ملاتړه مننه وکړه.


د فوریسټ تېل وړونکې کښتۍ هم د سې شنبې په ورځ د ایل پالیتو په بندر کې اړخ ولګاوه ترڅو خپل مالونه بار کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса