Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

محمد باقر قالیباف د ایران پارلمان مشر وټاکل شو

0
د ایران پارلمان د تهران پخوانی ښاروال محمد باقر قالیباف د پارلمان د مشر په توګه وټاکه.


قالیباف چې د فبرورۍ پارلماني انتخاباتو کې یې تر ټولو ډېرې رایې له پلازمېنې تهران څخه ترلاسه کړې وې، یو وخت د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو د قوماندان په توګه هم پاتې شوی دی.


د ایران د پارلمان موقت مشر رضا تقوي نن د ښاغلي قالیباف ټاکنه داسې اعلان کړه: "محمد باقر قالیباف د ۲۳۰ رایو په اخیستلو سره د یوه کال لپاره د پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو."


ویل کېږي نوموړی له دې کبله چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي ته ډېر وفادار دی، نو دې ته لار پرانیستل شوه چې د پارلمان مشر شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса