Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته راغلې

0
د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي طالبانو یوه تخنیکي ډله کابل ته لېږلې، څو د دوی د زندانیانو پر تبادلې کار وکړي.


په دې ډله کې درې تنه شامل دي.


دا خبره د ملي امنیت شورا نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.


تر دې وړاندې هم د طالبانو یوه بله تخنیکي ډله د طالب بندیانو د خوشې کېدو چارو د څارنې لپاره کابل ته تللې وه.


افغان حکومت تر اوسه دوه زره طالب بندیان خوشې کړي دي.


د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له مخې باید افغان حکومت ۵،۰۰۰ طالب بندیان او طالبانو بیا د حکومت زر تنه بندیان خوشې کړي وی او بیا د مارچ پر ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکرات باید شوي وی، خو لا تر اوسه د بین‌الافغاني مذاکراتو برخلیک معلوم نه‌دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса