Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

چارواکي: طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی

0
کونړ کې چارواکي وايي​ تېره شپه وسله‌والو طالبانو د غازي‌اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې يې څلور پولیس ټپیان شوي او یو شمېر وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله رسېدلې ده


د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلوم‌یار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "د دښمن له‌خوا نه په غازي‌اباد ولسوالۍ کې تهاجمي حمله ترسره شوې ده، په مخامخ جګړه کې زموږ څلور پولیس سر سري ټپیان شوي دي. د دښمن حمله په شا تمبول شوې ده، هغوی ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو کره شمېره نه‌شته. تازه دمي ځواکونه هلته رسېدلي دي، اوس حالت ارام دی."


د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب‌الله ستانکزي هم ویلي چې په محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتو کې یو افغان سرتېری او یو طالب وژل شوی دی.


نوموړي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې افغان سرتېري د وسله‌والو طالبانو پر کمین برابر شول.


تر اوسه وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса