Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د امریکا استازو جرګې پر چینايي چارواکو د بندیز لګولو لایحه تصویب کړه

0
د امریکا د استازو جرګې په مطلق اکثریت داسې لایحه تصویب کړه چې له ډونالد ټرمپ نه غواړي د اویغور مسلمانانو د ځپلو لپاره په چینایي چارواکو بندیزونه ولګوي.


دغه لایحه چې د همدې میاشتې په سر کې سنا هم پاس کړې، پر هغو چینایي چارواکو د بندیزونو غوښتنه کوي چې د لږکیو اویغور مسلمانانو د ځورولو تورونه پرې پورې دي.


د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، د بېجنګ دا وحشیانه کړنې چې د اویغور مسلمانانو په ضد یې کوي، د ټولې نړۍ جمعي وجدان ته بې‌احترامي ده.


د امریکا د استازو جرګې دا لایحه اوس د ولسمشر ډونالد ټرمپ توشېح ته وړاندې کېږي، هغه له دې وړاندې ویلي چې پر چین د دې لپاره د بندیزونو پر لګولو غور کوي چې په هانګ کانګ کې یې د ملي امنیت اړوند خپل قانون تحمیل کړی دی.


ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو چین تورن کړی چې شااوخوا یو میلیون اویغور مسلمانان او نور لږه‌کي یې د اجباري کارونو یوه کمپ کې راټول کړي، خو چین له دوی نه د ناوړه ګټې اخیستنې تورونه رد کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса