Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶۵۹ ته لوړ شو

0
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۶۲۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ډېرې یې په کابل کې دي.


د عامې روغتيا وزارت له خوا رسنیو ته نن په استول شوي پيغام کې ويل شوي چې له نوېو مثبتو پېښو ثبت سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۳۶۵۹ ته لوړ شو.


تر اوسه له دې ناروغۍ ۱۲۵۹ کسان بېرته روغېدلي او ۲۴۶ نور یې مړه کړي دي.


په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۷۱ په کابل، ۱۷۹ په هرات، ۶۷ ننګرهار، ۲۳ بلخ او ۱۳ لغمان کې ثبت شوې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса