Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

اروپايي ټولنې د طالبانو لخوا د تاوتریخوالو په دوام خواشينې ښودلې

0
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي په دوام خواشیني ښودلې.


هغه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو کمېسیون غونډې ته په وینا کې د افغانستان اړوند مسایل هم یاد کړل چې یو یې د تاوتریخوالي او بریدونو دوام و.


هغه زیاته کړه: "په خواشیني سره چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی دوام لري، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره تر بل هر وخت ډېره سخته اړتیا شته، افغانستان او خلک یي دایمي اوربند ته اړتیا لري."


هغه زیاته کړه چې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې راتلونکې مرستې او همکارۍ په دې تړلي دي چې له دغه هېواد سره د مرستو د تجدید تر غونډې پورې چې تمه ده نومبر میاشت په جینیوا کې وشي ښکېلې خواوې څومره د تاوتریخوالي کمولو او د ښځو او ماشومانو په برخه کې د شته لاسته راوړنو خوندي کولو ته ژمن پاتې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса