Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

عبدالله: د اورکم یا اوربند په صورت کې طالبانو سره مذاکرات پیلوو

0
د افغانستان د پخلاینې عالي شورا وایي، مرکچي پلاوی خبرو ته چمتو دی خو وایي، له طالبانو سره خبرې داسې مهال پيلوي چې د اورکم یا اوربند فضا حاکمه وي.


د دغې شورا مشر عبدالله عبدالله نن کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس په افغانستان کې جګړه د اختر نه مخکې مودې په تناسب کمه شوې او ده دا موقع د سولې د خبرو پېل لپاره ګټوره وبلله.


ښاغلي عبدالله وویل، ډېر ژر به د پخلاینې شورا اداري جوړښت هم بشپړ چې ورسره به د ده په باور، د سولې پیل شوې هڅې نورې هم ګړندۍ او همغږې شي.


له اختر وروسته که څه هم په نا مستقیم ډول د اورکم فضا حاکمه ده، خو په ځینو ولایتونو کې طالبانو او افغان ځواکونو جګړې کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса