Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

طالبانو د اروپايي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی وکړ

0
طالبانو د اروپایي شورا له وروستۍ اعلامیې هرکلی کړی خو ویلي یې دي، دې اعلامیه کې ځینې داسې ټکي دي چې د دوی په باور د افغانانو د خپلواکۍ له حق سره په ټکر کې دي.


د طالبانو یاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، لکه څنګه چې افغانان د نورو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، باید نور هېوادونه هم د افغانستان په اړه دا اصل په پام کې ونیسي.


د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د دوی او امریکا د هوکړې له مخې به بین الافغاني خبرو کې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه پرېکړه کېږي.


پرون د اروپایي ټولنې شورا د افغانستان په اړه یوه اعلامیه تصویب کړه چې په کې په مشروط ډول له دغه هېواد سره د سیاسي او مالي ملاتړ ډاډ ورکول شو.


په اعلامیه کې راغلي، اروپایي ټولنه به په دې شرط افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي چې دغلته د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې، ولسواکي، ډیموکراسي او بشري حقونه خوندي او تاوتریخوالی را کم شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса