Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

د کونړ کرنې ریاست: نږدې ۴۰۰ ټنه شفتالو تولید شوي

0
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، سږکال په دې ولایت کې څه کم څلور سوه ټنه شفتالو تولید او بڼوالو ته میلیونه افغانۍ عاید ور په برخه شو.


د کونړ د کرنې ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي پانګوالو له لوري د بڼوالۍ په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ورځ تربلې په پراخېدو ده.


د کونړ د کرنې رییس نجیب الله عادل نن ازادي اډیو ته وویل، چې د مالټې، لیمو او نارنجو ترڅنګ د کرنې ریاست په تخنیکي همکاریو د پانګوالو له لوري په ۹۵۰ جرېبه ځمکه کې د شفتالوانو بڼونه هم جوړ شوي، چې سږکال د ۲۷۰ جرېبه ځمکې باغونه په حاصلاتو راغلي.


نوموړی وایي چې د شفتالو بڼونو له درکه خلکو ته د کاري اسانتیاوو ترڅنګ بڼوالو په سږني فصل کې ۸.۲ میلیونه افغانۍ عاید کړی دی.


ځایي اوسېدونکي بیا د مېوو د ښه کېفیت ترڅنګ د بنوالۍ سکتور وده د هېواد د ملي اقتصاد او کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې هم اغېزمن بولي او د دې ولایت د شاړو دښتو ابادولو په برخه کې د حکومت او خصوصي سکټور په ګډو همکاریو ټینګار کوي.


د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي دوی هلې ځلې کوی، چې په دې ولایت کې د بڼوالۍ لمن پراخ او د بېلابېلو مېوو نوي بڼونه جوړ کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса