Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

ملي امنیت شورا: په ۲ ورځو کې د طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي

0
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې په وروستیو دوو ورځو کې د وسله‌والو طالبانو ۷۱۰ تنه بندیان خوشې شوي دي.


د ملي امنیت شورا ویاند، جاوېد فیصل بېګا ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان له پلچرخي، د پروان له مرکزي توقیف ځایه او نورو ولایتي زندانونو خوشې شوي دي.


جاوېد فیصل زیاته کړه: "دا لړۍ به نن یکشنبه هم دوام لري تر څو د جمهور رئیس له فرمان سره سم د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشې شي.


 هغه نه‌دي ویلي چې نن به څو زندانیان خوشې کېږي. 


د افغانستان حکومت تېره اوونۍ وویل چې د طالبانو ۲۰۰۰ بندیان له زندانه خوشي شوي خو دا لړۍ لا هم روانه ده.


وسله‌والو طالبانو له حکومت سر د سولې د خبرو د پیل لپاره د خپلو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


د وسله‌والو طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی د دې بهیر د تخنیکي اړخ د څارنې لپاره کابل ته تللی دی.


په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین په یوه پیغام کې چې بېګا د ازادي راډیو خبریال ته رسېدلی ویلي چې تر اوسه یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ۴۲۰ غړي خوشي کړي دي.


خو د افغانستان حکومتي چارواکو په دې اړه لا څه نه‌دي ویلي.


مخکې په ځیني مواردو کې چارواکو ادعا کړې وه چې وسله‌والو طالبانو ملکي خلک هم د امنیتي ځواکونو په ګڼه کې شمېرلي او خوشې کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса