Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

روغتیا وزارت: تېره یوه میاشت کې د کرونا ویروس پېښې څو چنده زیاتې شوي

0
په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه وروستي میاشت کې څو برابره زیات شوی دی.


د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح پرون، د مې په ۳۰مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس لا هم د زیاتېدو په حال کې دی او که ډېر خلک په دې ویروس اخته شي، د افغانستان پر روغتیايي سکټور به ډېر فشار راشي او د یوې فاجعې د پېښېدو امکان شته.


مجروح وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې له ۱۴۵۰۰ اوښتې دي.


مجروح وویل چې د کرونا ویروس له کبله ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي چې له لویو غونډو ډډه وکړي، که کولای شي په کورونو کې دي کېني او مکررا دي لاسونه پرېمینځي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса