Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Май
2020

داعش د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو پر موټر د برید مسؤلیت واخیست

0
اسلامي دولت ډلې یا داعش په کابل کې د هغه ترورېستي برید مسؤلیت منلی چې د خورشید ټلوېزیون یو خبریال او یو تخنیکي همکار په‌کې ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.


د خورشید ټلوېزیون مسؤل محمد رفیع رفیق صدیقي رسنیو ته ویلي دي چې پر همکارانو یې ترورېستي برید شوی دی.


د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل چې حکومت دا برید په کلکه غندي او زیاته‌یې کړه چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي.


د بخښنې نړیوال سازمان، د ژورنالېستانو د ملاتړ نړیوالې ټولنې او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا حمله په کلکه غندلې او دا یې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ حمله بللې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса