Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

امریکا یو ایرانی ساینسپوه له دې هېواده شړلی

0
ایراني چارواکي وايي ایرانی ساینسپوه سیروس عسګري د امریکا له متحدو ایالتونو اخراج او ایران ته روان شوی دی.


دوی دا نه مني، چې د عسګري خوشې کېدل دې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې د موافقې یوه برخه وي.


عسګري چې د ایران د شریف صنعتي پوهنتون استاد دی، په امریکا کې نیول شوی و.


هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د اوهایو ایالت د پوهنتون له یوې تحقیقاتي پروژې د تجارتي اسرارو د پټولو په هڅې تورن کړای شو.


نهه پنځوس کلن عسګري، چې پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي، په نومبر میاشت کې له تورونو سپین اعلان شو.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون سې شنبه د خپل انسټاګرام په حساب کې د عسګري خوشې کېدل یو ښه خبر وباله.


 هغه د امریکا متحد ایالتونه د څو نورو ایراني ساینسپوهانو په برمته کولو هم تورن کړ.


بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسي ویلي، ټاکل شوې عسګري نن چهارشنبه (د جون درېیمه) ایران ته ورسېږي.


د امریکا متحدو ایالتونو د تېر کال په ډېسېمبر میاشت کې د یوه چینايي اصله امریکايي څېړونکي ژیائو وانګ په بدل کې د مسعود سلیماني په نوم یو ایرانی ساینسپوه تبادله کړی و.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса