Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 06.06.2020

پاکستان د افغانستان لپاره یو ډیپلومات خپل ځانګړی استازی وټاکه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت د محمد صادق خان په نوم یو ډیپلومات د افغانستان لپاره ځانګړی استازی مقرر کړی دی. د پاکستان راډیو د راپور په حواله، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له محمد صادق سره کتلي او ورته ویلي یې دي چې په سیمه کې پرمختګ په افغانستان کې له دوامدارې سولې او ثبات سره تړاو لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوي دا مسئله خپل ګډ مسئولیت ګڼلی او صادقانه یې رغونکی رول لوبولی او دا هڅې یې په نړیواله کچه ستایل شوې هم دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوي هیله لري چې د محمد... Читать дальше...

چارواکي: خوست کې د ځاځي میدان د ملي امنیت مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت مدیر په وسله واله حمله کې وژل شوی دی. د خوست د والي ویاند دا خبر تائید کړی او نن، درجون په ۶مه یې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په دې حمله کې د ځاځي میدان ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر دوه ساتونکي زخمیان شوي دي. د حملې مسئولیت چا نه دی منلی او په خوست کې چارواکو هم نه دي ویلي چې حمله د چا له خوا شوې ده.

امنیتي چارواکي: سرپل کې طالبانو ۲ ملکي وګړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې د وسله والو طالبانو په حمله کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دي. د سرپل د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله والو طالبانو پرون شپه، د سید اباد په کلي کې چې د ولایت د مرکز په څنډه کې پروت دی، د ملکي خلکو پر کورونو حمله کړې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په حمله کې یوه ښځه او یو سړی وژل شوي او یوه ۲۵ کلنه ښځه زخمي شوې ده. په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه دي ورکړ شوی. وسله والو طالبانو هم تبصره نه ده کړې.

قزاقستان کې د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په قزاقستان کې د اپوزېسیون د دوو سیاسي ډلو لسګونه پلویان نن، د جون په ۶مه، ونیول شول. د اپوزېسیون دوو ډلو چې یوه یې د افراطي ګروپونو په ډله کې تر بندیزونو لاندې ده، غوښتل چې نن، د جون په ۶مه، د دې هېواد په دوو لویو ښارونوکې مظاهرې وکړې او د ډیموکراتیکو اصلاحاتو غوښتنه وکړي. د قزاقستان ډیموکراتیک ګوند او د قزاقستان ډیموکراتیک انتخاب ګوند د هغه هېواد په لویو ښارونو ، نورسلطان او الماتې کې د مظاهرو پلان درلود. خو چارواکو په دې نوم چې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره دوا پاشي کوي، هلته لويې لارې او سرکونه بند کړل.



پاکستان وايي خلک د بل ټولبند زغم نه لري

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي، هیواد یې د اقتصادي حالاتو او د بې وزله ولس د مشکلاتو له کبله د کورونا وایرس مخنیوي لپاره یو وارې بیا ټولبند نه شي زغملای.

سولې وزارت: امریکا د سولې بهیر پرمختګ کې اغېزمن رول لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له واشنګټن څخه د دوحې، اسلام آباد او کابل په لور خپل نوی سفر پیل کړی چې موخه یې د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو لپاره لار هوارول دي.

د ماسک تړلو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان نوې سپارښتنې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک د تړلو په برخه کې خپله مخکنۍ لارښوونه بدله کړې ده او اوس یې له خلکو غوښتې دي چې په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی او خلک له یوه بل سره د فاصلې د مراعاتولو په برخه کې مشکل لري ماسک دې وتړي.

د ښځو حقونو پوهاوی مې هدف دی: قندي صافۍ

Mashaalradio.com 

په سروې خپرونه کې مو دا ځل له پېښوره قندی صافۍ سره خبرې کړې دي. قندی صافۍ د (واک) په نوم د پښتنو ښځو د حقونو او پوهاوي‌ په مقصد جوړ د یو تحریک غړې ده. قندي صافۍ وايي، په خلکو کې پوهاوي پیدا کول یې هدف دې او دې لپاره به خپل کوښښونه جاري ساتي‌. د خپرونې کوربنه ملیحه امیرزاده ده.

پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره

Pa.azadiradio.com 

ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.

د کونړ امنیه قومندان: غازي اباد کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ امنیه قومندان وایي، په غازي اباد ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې له ۲۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ امنیه قومندان ډګروال محمد یوسف مظلوم یار د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د غازي اباد ولسوالۍ اړوند په امنیتې پوستو برید کړی و چې د سخت مقاومت سره مخ شوي او په کې له ۲۰ زیاتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه زیاته کړه: "جګړه نن سهار ۷ بجې پيل شوه ،خو د دښمن د برید ټول معلومات موږ ته رارسېدلي وو، نو ځکه په غازي... Читать дальше...

پروان چارواکي: سږ کال د زردالو د محصولاتو کچه زرګونه مټریک ټنه ده

Pa.azadiradio.com 

د پروان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، سږ کال د پروان د زردالو د محصولاتو کچه به نږدې ۲۳ زره او ۸۰۰ مټریک ټنه وي. د پروان ولایت د کرنې رییس عبدالوهاب خیرزاد نن ازادي راډیو ته وویل، دا وړاندوینه د پروان لایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کلنيو معلوماتو پر بنسټ تر سره کېږي. د نوموړي په خبره، دا مهال په دغه ولایت کې د زردالو دوه زره او ۲۹۸ هکټار بڼونه موجود دي. د پروان ولایت د کرنې ریاست وایي، چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د زردالو څلور زره او ۵۰۰ نوي بڼونه جوړ شوي دي، پنځه... Читать дальше...

کابل کې د افغاني محصولاتو انلاین نندارتون پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغاني محصولاتو انلاين نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو . د دغه نندارتون له لارې افغاني محصولات د انټرنېټ له لارې سوداګرو ته معرفي کېږي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا وايي، دغه نندارتون د کورنيو توليداتو او محصولاتو د ودې او بازار موندنې په مقصد په کابل کې جوړ شوی. نوموړي وویل چې، په دغه درې ورځني نندارتون کې يوولسو شرکتونو د غاليو، زعفرانو، لاسي صنايعو، د وچو او تازه ميوو، طبي بوټو، حبوباتو او سبو په ګډون خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي. دوی وایي، هڅه کوي چې افغاني توکو لپاره مناسب بازار پیدا کړي. Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса