د پکتیکا له ۱۵ ولسوالیو یوه نجلۍ هم له ښوونځي نهده فارغه شوې
که څه هم د پوهنې ریاست وایي چې په درې ولسوالیو کې دغه نجونې فارغې شوي، خو د پکتیکا ولایتي شورا وایي، ټولې فارغې شوې نجونې زدهکوونکې تش په نوم د نمونې لپاره فارغې شوي.
که څه هم د پوهنې ریاست وایي چې په درې ولسوالیو کې دغه نجونې فارغې شوي، خو د پکتیکا ولایتي شورا وایي، ټولې فارغې شوې نجونې زدهکوونکې تش په نوم د نمونې لپاره فارغې شوي.
اظهر چې د بجټ د قانوني مسودې متن لوست نو د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند استازو د حکومت ضد نعرې وهلې او په قامي اسمبلۍ کې یې احتجاج وکړ.
وقار سېټ ځکه و نه ټاکل شو چې چې د هغه له ځینو پرېکړو د پاکستان ریاستي ادارې نه وې خوشاله. لطیف اپرېدی
د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون څلور کسان ووژل.
په لاتینه امریکا کې برازیل د کرونا ویروس د ودې په مرکز بدل شوی، حال دا چې د جنوبي امریکا په نورو هېوادونو کې هم د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پېښې او له کبلهیې مړینې د زیاتېدو په حال کې دي.
په کابل کې د امریکا سفارت د کابل پر شېرشاه سوري جامع جومات د نن ورځې چاودنه وغندله. دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، سفارت دا حمله غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښيي. د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په څلورمه کارته کې د شېرشاه سوري په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنې د ملا امام په ګډون ځیني کسان ووژل. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام او ۳ نور کسان وژل شوي دي. ښاغلی ارین زیاتوي: "نن ماسپښین د جمعې لمانځه پر مهال شېرشاه... Читать дальше...
عراق او امریکا دا بیان تر ستراتېژیکو خبرو او تر هغه وروسته وکړه چې د ایران یو لوړ رتبه جنرال په عراق کې د امریکا د بېپيلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو او د عراق د پارلمان غړو غوښتنه وکړه چې امریکايي ځواکونه له هغه هېواده ووځي.
د هلمند د سنګین پخوانی ولسوال نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د نا معلومو وسلهوالو په حمله کې ووژل شو. د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل سلیمان شاه د یوې فاتحې په مراسمو کې د ګډون په موخه کندهار ته راغلی و. ښاغلی احمدي زیاتوي: "د هلمند د سنګین ولسوالۍ پخوانی ولسوال سلیمان شاه نن سهار د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د فاتحې په مراسمو کې ګډون کاوه چې په هدفي برید کې وژل شوی دی." دا په کندهار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درېیمه هدفي وژنه ده. پرون غرمه په درېیمه حوزه... Читать дальше...
د ارمنستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله لګول شوی بېړنی حالت د یوې بلې میاشتې لپاره تمدید کړ. حکومت نن جمعه په یوه فوقالعاده جلسه کې هغه بېړنی حالت چې د مارچ په نیمايي کې لګول شوی و، د جولای تر ۱۳مې تمدید کړ. د دغه هېواد صدراعظم نیکول پاشینیان پارلمان ته وویل، په ارمنستان کې د کرونا وبا له کبله راغلی وضعیت لا هم کړکېچن دی. د ده په وینا که څوک اعتراض نهلري، نافذ شوی بېړنی وضعیت به یوه بله میاشت هم دوام وکړي.
د تخار ولایت چارواکي وايي د ولسي پاڅونوالو په مرستهیې په وسلهواله نښته کې ۱۵ وسلهوال طالبان وژلي او ۵ تنه ټپیان کړي دي. د تخار امنیه قومانداني وايي، لومړی وسلهوالو طالبانو غوښتل تېره شپه د فرخار ولسوالۍ په مشتان کلي کې ځانونو ته مرکزونه جوړ کړي. د دې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وايي، وروسته وسلهواله نښته شوې چې له کبلهیې وسلهوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده. ښاغلی اسیر زیاتوي: "طالبانو مقاومت وکړ چې د وسلهوالې نښتې په نتیجه کې ۱۵ مخالفان وژل شوي، ۵ تنهیې ټپیان شوي او ۶ تنهیې اسیران شوي دي. Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د راتلونکي مالي کال بجټ ته د کورونا بودیجې نوم ورکړ او زیاته یې کړه ولس ته د اوښتي اقتصادي تاوان پوره کولو هڅه کوي
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د پیونګ یانګ په وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له تګلارو دا ثابته شوې ده چې واشنګټن د اوږدې مودې په مخه د شمالي کوریا لپاره یو ګواښ دی. ري سن ګوان نن په یوه بیان کې زیاته کړه چې شمالي کوریا به د دې ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه پیاوړي کړي. دا څرګندونې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د لومړۍ کتنې د دوهم کال د پوره کېدو په ورځ شوې دي. ټرمپ او کېم د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په سنګاپور کې سره لیدلي وو، خو په دې کتنه کې له... Читать дальше...
د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د (ای سي سي) پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي. د جرمونو نړیوالې محکمې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، د ډونالد ټرمپ پر پرېکړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. په بیان کې دې محکمې ویلي چې د ټرمپ اقدام د منلو نهدی او دا د (ای سي سي) په قضایي چارو کې د مداخلې معنی لري. د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې رئیس جوزف بورېل هم د ټرمپ د پرېکړې په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده. ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې... Читать дальше...
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، په چاودنه کې د جومات ملا امام او ۳ نور کسان وژل شوي دي.
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۵۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دغه وزارت نن رسنیو ته په یوه لېږلي معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې په دې ویروس ۲۰ کسان مړه شوي او ۶۰۲ تنه نور روغ شوي دي. له دې سره د وزارت په حواله په ټوله کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳ زره ۵۴۶ او له دې جملې د روغو شویو کسانو شمېر ۳،۹۲۸ ته ورسېد. وزارت خلکو ته سپارښتنه کړې چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې خلک له یو بله لږ تر لږه یو متر فاصله وساتي،... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزیر د وروستیو مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د اقداماتو په اړه د څېړنو امر کړی دی. په امریکا کې دغه مظاهرې د یوه تور پوستي جورج فلوید تر وژنې وروسته پیل شوې دي. د امریکا دفاع وزارت د اعلامیې په حواله، مارک اسپر پرون وویل، د مدني ناکراریو په وړاندې د پوځیانو د ملاتړ لپاره د ملي ګارد اقدامات به وڅېړي، په ځانګړي ډول په وروستیو دوو اوونیو کې. په وروستیو کې د نژادي تبعیض پر خلاف د مظاهرو پر مهال د ملي ګارد د رول په اړه پوښتنې ولاړې شوې دي. دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې... Читать дальше...
په ارزګان کې چارواکي وايي د یوې غیر دولتي مؤسسې یو کارکوونکی د نامعلومو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی. د 'NCC' مؤسسې مسؤل محمد اکبر اخندزاده نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د عزتالله په نوم کارکوونکی تېره شپه په خاص ارزګان ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د اخندزاده په وینا دغه کس پر بېوزلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي موادو په سروې او وېش بوخت و. ښاغلی اخندزاده زیاتوي: "ده د خاص ارزګان ولسوالۍ په ششپر کلي کې، په امیري روغتون کې یو اتاق نیولی و چې همالته اوسېده، په هغه اتاق کې ویشتل شوی دی." د 'NCC'... Читать дальше...
خوست ولایت ته د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د طبي توکو بستې ورسېدې. د خوست روغتیايي مسؤلان وايي چې له دغو موادو به د خوست په مرکز او ولسوالیو کې تر شپږ نیم زره زیات کسان ګټه واخلي. د خوست د روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) لهخوا ۱۳ کېټونه چې هر یو يې د ۵۰۰ ناروغانو لپاره د تداوۍ ظرفیت لري، د موسمي ناروغیو او بېړنیو پېښو لپاره رارسېدلي چې د پلان مطابق به ناروغان ورڅخه استفاده وکړي." په خوست کې په کرونا... Читать дальше...
تر دې دمه په ګرده نړۍ کې شاوخوا ۷۵ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۲ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۵ لکه ترې پاخه شوي دي.
کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، واشنګټن به اجازه ورنهکړي چې امریکایان دې د یوې غیر رسمي او بېشواهدو محکمې لهخوا وګواښل شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نږدې راتلونکي کې دوه زره نور طالب بندیان هم خوشې کېږي.
د جون پر ۱۱مه ناوخته خوست ته د عامې روغتیايي وزارت لخوا له کورونا وایرس سره د مبارزې په خاطر په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکویوه محموله راورسېده.
سندرغاړی او موسیقار یمي خان وايي، له ماشوموالي یې له موسیقۍ سره شوق وو. دی په پېښور کې د موسیقۍ سټوډیو لري او ډېرو نومیالیو سندرغاړو ته یې کار کړی. د کورونا وایرس وبا او د مخنیوي لپاره یې ټولبند په خیبر پښتونخوا کې زیاتره کاروبارونه اغېزمن کړي، خو یمي خان وايي د ده کاروبار نه دی متاثره شوی. د ده بشپړه مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" خپرونه کې لیدلای شئ.
د کرونا ویروس په خاطر لګیدلو محدودیتونو لوبغاړي اړ کړي چې په کورونو کې تمرینونه مخته یوسي. په دې ویډیو کې د څو لوبغاړو فعالیتونه ګورئ چې المپیک ته هیله من دي.
جنرال مککنزي د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د منځني ختیځ د انسټټیوت لهخوا په جوړ شوي وېډیو کنفرانس کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې د راروان کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل په شرایطو پورې تړلي دي.