Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 04.06.2020

د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون

Pa.azadiradio.com 

زرګونه تنو نن (پنجشنبه) په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د خطیب او د کابل پوهنتون د استاد ډاکتر ایاز نیازي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. ډاکتر نیازی له یوه بل تن سره د سې شنبې په ماښام د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.

په ډنمارک کې د فوټبال په یوه لوبه کې د زرګونو مجازي نندارچیانو ګډون

Pa.azadiradio.com 

په ډنمارک کې په یوه بې ساري اقدام کې نژدې ۱۰ زره تنو د لوبغالي په شاوخوا کې د نصب شویو تلویزیونونو په وسیله په مجازي ډول د فوټبال یوه مسابقه ولیده او د خپلې خوښې ټیمونه یې تشویق کړل. د ګڼو هیوادونو د فوټبال لیګونه د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله ځنډول شوي.

حشمت فنايي خاورو ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سینما او تیاتر پېژندل شوی هنرمند حشمت فنايي نن د جون په ۴مه، خاورو ته وسپارل شو.  هغه پرون مړ شوی و.  د هغه زوی، مسعود فنايي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پلار یې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. د افغانستان د تیاتر او سینما زیاتو کارکوونکو د فنايي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده. هغه په ډېرو فلمونو او تیاتري نندارو کې کار کړی و.

د غزل ويلو لپاره د کلاسيکي موسيقۍ زده کړه ضروري ده: شمالي افغان

Mashaalradio.com 

د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی شمالي افغان دی. دی وايي، د موسيقۍ زده کړې له خپل پلار استاد شاه ولي کوي او غواړي چې په پښتو غزل کې نوې تجربې وکړي. د شمالي افغان خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

امر‌الله صالح: زما د کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي کرونا نیولي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسمشر مرستیال امرالله صالح پر خلکو غږ وکړ چې د کرونا ویروس دې بابېزه نه‌ګڼي. امرالله صالح نن د جون په ۴مه، پر فېس‌بوک په یوه پیغام کې لیکلي چې د افغانستان حکومت د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره له خپلو ټولو سرچینو کار اخلي، خو له دې ویروسه هېڅ‌څوک هم په امن کې نه‌دي.  امرالله صالح لیکلي چې د خپلې کورنۍ او دفتر تر نیمايي زیات غړي یې کرونا ویروس نیولي دي.  د افغانستان عامې روغتیا وزارت مکرراً پر خلکو غږ کوي چې له کرونا ویروسه د ځان ساتلو لپاره دې له نورو خلکو لیرې واوسي، د امکان... Читать дальше...



د بشر حقونو پلویان هانګ کانګ کې د تیانمین قتل عام یاد مراسم جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو او ډیموکراسۍ یو شمېر پلویان او فعالان په هانګ کانګ کې نن د جون ۴مه، د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد په مختلفو سیمو کې ځانګري مراسم جوړوی. په تېرو ۳۱ کلونو کې به دا اول وار وي چې د تیانمین څلور لارې د قتل عام په یاد عمومي مراسم لغوه کېږي. په چین کې یو شمېر کارګرانو، محصلانو او زده‌کوونکو په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د پیکېنګ په تیانمین څلور لارې کې د ډیموکراتیکو بدلونونو او په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره مظاهره وکړه او په ټول چین کې یې د مظاهرو څپه راپورته کړه، خو تر اووه اوونیو... Читать дальше...

قره‌باغ ولسوالۍ کې چاودنې ۱ ملکي وګړی وژلی او ۵ تپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په قره‌باغ ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ملکي وګړی نن د جون په ۴مه، ووژل او پنځه ملکي وګړي زخمیان شوو. د قره‌باغ ولسوال محمد حنیف صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې ماین پر بایسکل ايښی او د ریموټ کنټرول په وسیله د ولسوالۍ په بازار کې چاودلی دی. پولیسو په دې اړه څېړنې پيل کړي او د قره‌باغ ولسوال ویلي چې هدف‌یې نه‌دی څرګند او مسؤلیت‌یې هم چا نه‌دی اخیستی.

د مصالحې شورا له جوړېدو د اروپايي اتحادیې، بریتانیا او اسټرالیا هرکلی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې یو شمېر غړو هېوادونو، بریتانیا او اسټرالیا په افغانستان کې د ملي روغې جوړې لپاره د عالي شورا د جوړېدو هرکلی کړی دی. په کابل کې د دغو هېوادونو سفارتونو نن د جون په ۴مه، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی هیله لري چې په دې پسې به د افغانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره د خبرو د پیل نېټه اعلان شي. په بیان کې ویل شوي چې دا مهمه ده چې د افغانستان حکومت او طالبان اوس په مذاکرو کې د ښځو پر رښتیني ګډون ټینګار وکړي. هغوی همداراز غوښتنه کړې چې حکومت او طالبان باید ښځې د سولې پروسې په ټولو... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ماشومان له تشدده وساتئ

Mashaalradio.com 

نن (د جون څلورمه) په ټوله نړۍ کې د تشدد د قرباني ماشومانو د ملاتړ ورځ ده. ملګري ملتونه دا ورځ ځکه لمانځي چې د خلکو پام د ماشومانو حقونه ته ورواوړي. دا اداره وايي جګړې، غریبي، بې تعليمي، کورنی تشدد او د ژوند بنيادي سهولتونو نشتوالی پر ماشومانو زور زیاتي ته لار برابروي.

کابل کې نن د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې نن د جون ۴مه، د مولوي ایاز نیازي د جنازې مراسم ترسره کېږي. مولوي ایاز نیازی د وزیر محمد اکبر خان مېنې د جومات ملا و. هغه د سې شنبې په ماښام تر لمانځه وروسته، له جوماته د وتلو په وخت کې په چاودنه کې ووژل شو. په چاودنه کې یو شمېر نور ملکي وګړي هم چې جومات ته د لمانځه لپاره ورغلي وو، ووژل او زخمیان شوو. د مولوي ایاز نیازي قتل وسله‌والو طالبانو غندلی او یو جنایت‌یې بللی دی. د حملې مسئولیت لا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

Новости России
Москва

Пресс-релиз | CRYPTONIUM | Новая экосистема для заработка на криптовалюте | Арбитраж | Трейдинг | Обучение


سږ کال ننګرهار کې هندواڼه ډېره کرل شوې

Mashaalradio.com 

د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي چې سږکال د تېر کالپه نسبت د هندواڼو په حاصلاتو کې د زیاتوالي راغلی، خو بزګرانبیا شکایت کوي چېد اوبو د کموالي له امله یې سږ کال د هندواڼو حاصلات کم شوي دي.

طالب پلاوی د خپلو بندیانو پرېښودو لپاره لا هم کابل دی

Mashaalradio.com 

د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې به‌یې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي.

له پخوانیو وسپنیزو شیانو هنري ټوټې څنګه جوړېږي؟

Mashaalradio.com 

د پېښور یو اوسېدونکی له پخوانیو وسپنیزو او کباړ شویو شیانو څخه مجسمې او هنري ټوټې جوړوي. نسیم یوسفزی وايي، له کوچنیوالي یې له انځورګرۍ، کارټون جوړولو او نورو هنرونو سره مینه لرله خو غوښتل یې چې مختلف کار وکړي نو ځکه یې وسپنیز هنر ته مخه کړه. د نوموړي هنر په اړه ویډیو وګورئ.

روسیې سوریې ته‌ د نورو 'مېګ-۲۹' جټ الوتکو استول ومنل

Pa.azadiradio.com 

روسیې منلې چې سوریې ته‌یې نورې 'مېګ-۲۹' جټ الوتکې استولې دي. دا اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د امریکا پوځ روسیه تورنه کړه چې دغه هېواد د سوریې له لارې لیبیا ته جنګي الوتکې لېږدوي او هلته د هغو جنګیالیو ملاتړ کوي چې د خلیفه حفتر په ملاتړ د حکومت په ضد جنګېږي. په دمشق کې د روسیې سفارت پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د دفاعي همکاریو په ترڅ کې د جنګي الوتکو یوه بله برخه سوریې ته ورسېده. د سوریې سنا خبري اژانس ویلي، دغه الوتکې به د سوریې پر هوا مأموریت کې برخه اخلي. روسیه چې سوریه کې د بشار... Читать дальше...


Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Арина Соболенко

Швентек и Соболенко устроили триллер за престижный трофей






Кто и зачем снимет документалку об авторынке «Зелёный угол», идея которой победила на Московском кинофестивале

Аналитик Юшков: после санкций ЕС крупными покупателями стали Индия и Китай

Умер актер из «Мосгаза» и «Ёлок», музыкант «Крематория» Вячеслав Бухаров

Адвокат задержан по делу о взятке на 90 миллионов