دیني عالمان: حکومت کې ځینې کړۍ د دیني عالمانو د وژنو ملاتړ کوي
په کابل کې د ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو وزیر اکبر خان جومات کې د یوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د علماوو قاتلین باید په ګوته او ورته دې سزا ورکړل شي.
په کابل کې د ۳۴ ولایتونو دیني عالمانو وزیر اکبر خان جومات کې د یوې غونډه کې غوښتنه وکړه چې د علماوو قاتلین باید په ګوته او ورته دې سزا ورکړل شي.
په شمال زون کې د کوچیانو د سمون اداره وايي چې په سرپل، بلخ، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې ورته هېڅ ډول بشري مرستې نه دي ترسره شوي او همدا راز حکومتونه یې په وړاندې له تبعیض څخه کار اخلي.
د افغانستان جمهوري ریاست په هېواد کې د فساد په اړه د یوناما د وروستي راپور په ځواب کې وايي د فساد پرضد مبارزه د افغان حکومت لومړیتوب دی. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه راپور کې چې نن خپور شو په افغانستان کې د فساد پرضد روانه مبارزه ناامېدونکې بللې ده او ویلي یې دي چې په دې برخه کې د حکومت مبارزه پڅه پرمخ ځي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یو خبري غونډه کې دې راپور ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې حکومت د فساد پرضد مبارزې ته ژمن دی. هغه زیاته کړه: "د افغانستان مهم لومړیتوب... Читать дальше...
برتانوۍ سندرغاړې ویرا لین چې د دوهمې نړيوالې جګړې په کلونو کې یې سندرو د بریتانیا د پوځي ځواکونو روحیه لوړه ساتله نن د ۱۰۳ کلونو په عمر مړه شوه. لین په هغو پوځیانو کې چې په بهر کې په جګړو کې ښکېل وو او په کور دننه ډېر زیات مینه وال لرل. د هغې مشهوره سندره د ډوور سپین ګرنګونه هغه سندره وه چې له جرمني سره د جګړې پرمهال یې د وېرې ترڅنګ امید ورکاوه. د لین کورنۍ نن په یو بیان کې د نوموړې مړینه تایید کړه. په بیان کې راغلي، ویرا لین نن سهار وختي په داسې حال کې سا ورکړه چې پر شاوخوا یې د کورنۍ نژدې غړي راټول وو. Читать дальше...
د ترکیې دفاع وزارت وايي چې پوځي ځواکونو یې د عراق په شمال کې د کرد وسله والو ۵۰۰ مرکزونه په نښه کړي دي. د ترکیې دفاع وزارت نن پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل د کردستان د کارګرانو د ګوند یا پي کې کې پر ضد د ببر د خپړې په نوم دا عملیات د سه شنبې په ورځ د ترکیې پر یوې پوځي اډې د کرد وسله والو د برید په ځواب کې پیل شول. د یکشنبې او سه شنبې په ورځو هم د عراق په شمال کې د ترکیې د هوايي پوځ په حملو کې د پې کې کې اهداف په نښه شول. ترکیه، متحدایالات او اروپايي ټولنه پي کې کې چې له څلوېښتو کلونو راهیسې... Читать дальше...
د خوست ولایت چارواکي وايي چې غلام خان بندر د راروانې دوشنبې په ورځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ بېرته پرانیستل کېږي. د خوست د والي ویاند طالب منګل نن پنجشنبې آزادۍ راډیو ته وویل، ولسمشر اشرف غني د خوست والي ته ویلي دي چې غلام خان بندر به د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ د چنګاښ له دوهمې نېټې خلاصېږي. هغه زیاته کړه: "ولسمشر غني د خوست له والي محمدحلیم فدايي سره د ټېلیفوني اړیکې پرمهال ویلي چې خوستوالو ته ډاډ ورکړه چې د غلام خان بندر به پنځه ورځې وروسته خلاصېږي او دوه اړخیزه سوداګري به له دې لارې پیلېږي."... Читать дальше...
د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند ګیله مند دی چې د سولې په پروسه کې یې ونډه ډاګیزه نه ده.
افغان چارواکي وايي د افغانستان د شمالي ولايت تخار په يوه مدرسه کې د هاوان چاونې لږ تر لږه نهه زده کوونکي وژلي دي.
سټولټنبرګ ویلي چې په اروپا کې د امریکا حضور د ټولو هېوادونو لپاره مهمه خبره ده خو په جرمني کې د پوځیانو د حضور څرنګوالی یوه دوه اړخیزه مسئله ده.
د ازادي اروپا ازادي راډيو مشر جېمي فلای د امريکا په مرسته د چلېدونکو نړيوالو رسنيو د مشر لخوا له دندې د ليرې کېدو اعلان کړی دی.
له هغې وروسته چې افغان حکومت د رسنیو په قانون کې د تعدیل خبره راپورته کړه دغې چارې په افغانستان کې د یو شمېر شخصي رسنیو تند غبرګون راوپاراوه.
په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د محدودیتونو له لیرې کولو وروسته له ځینو ایالاتونو څخه د دې ناروغۍ د نویو مواردو خبر ترلاسه شوی. پرون چارشنبې په اوکلاهوما، ټکزاس، کالیفورنیا، فلوریډا او اریزونا ایالتونو کې په 'کوویډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو راپور ورکړل شو. د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرنو له مخې په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټول شمېر له دوه میلیونه او دوه سوه زرو اوښتی او د مړو شمیر یولک او شل زرو ته نږدې شوی دی. خو د چین په پلازمېنه پېکېنګ کې چې مخکې... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو ځوان او پېژندلی سندرغاړی اسفنديار مومند دی. دی وايي، له رباب سره يې شوق وو خو وروسته يې وغوښتل چې سندرې ووايي. د نوموړي په خبره، په لمونځ کې به يې دعا کوله چې خدای ترې سندرغاړی جوړ کړي. د مومند دا خبرې او څو سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
ملګري ملتونه وايي، د نړۍ د وګړو په سلو کې څه باندې یو له خپلو مېنو بېځایه شوي دي. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري نن د جون په اتلسمه په یوه نوي راپور کې وویل، د جګړو او د سیاسي مخالفت له کبله د عدلي تعقیب په نتیجه کې د نړۍ نږدې اتیا میلیون وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي چې له دې سره په تېره یوه لسیزه کې د کډوالو شمیر دوه چنده شوی دی. د یو این ایچ سي آر په راپور کې راغلي دي چې د تېرکال تر پایه د نړۍ په ۹۷ وګړو کې یو له خپل ټاټوبي څخه بېځایه شوی. په راپور کې د دې ادارې د مشر... Читать дальше...
د تخار سیمهيیز چارواکي وايي چې د دې ولایت په شکمش ولسوالۍ کې په یوه جومات کې د یوه ماین په چاودنه کې د مدرسې ۷ تنه زده کوونکي وژل شوي دي. د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر ازادۍ راډیو ته وویل چې نن سهار په یوولس بجې شااوخوا د راکټ یوه مرمۍ د زاړه ښار د مدرسې د طالبانو منځ کې چاودېدلې او ۱۵ کسان یې مړه او ټپیان کړي دي. هغه زیاته کړه: "د زاړه ښار په یوه مدرسه کې چاودنه شوې، د راپورونو له مخې په مدرسه کې یو ماین ایښودل شوی و او شاګردان چې تماس ورسره کوي نو ماین چوي، په پېښه کې اووه کسان... Читать дальше...
يو اېن اېچ سي ار د کډوالو نړيوالې ورځې له مخه په خپور شوي کلني رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۱۹ م کال کې نږدې ۸۰۰ ملينه خلک بې کوره دي.
د امریکا عدلیې وزارت پرون د جون په ۱۷مه، په بېړني ډول د امریکا له فدرالي محکمې د داسې حکم د تر لاسه کولو لپاره محکمې ته عرض کړی چې د امریکا د ولسمشر د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب د خپرېدو مخنیوی وکړی.
په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او دې وېروس تر دې دمه لکونه کسان اغېزمن او تر ۳ زرو زیات مړه کړي دي.
د بدخشان پولیسو په دې وروستیو کې د عملیاتو په ترڅ کې یوځای چې پکې هیروین تولیدیدل، کشف او له مینځه یووړل. بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې د مخدره موادو د تولید او قاچاق یومهم مرکزګڼل کیږي. نعمت احمدي په بدخشان کې د مخدره موادو تولید او قاچاق ته کتنه کړې ده. دا راپور لیمه هادي وړاندی کوي
په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې د مړيو شمېر ۳۰۹۳ ته رسېدلی دی
په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۲۷۵۳۲ شو. د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوی څه باندې ۱۳۰۰ مشکوک کسان معاینه کړي چې د ۶۵۸ هغو نتیجه مثبته راوتلې. افغانستان کې د اخته شویو کسانو له ډلې تراوسه ۱۵۰۲ بیرته روغ شوي او ۵۴۶ تنه مړه شوي دي. پرون د ملګرو ملتونو یوه راپور کې وویل شول چې افغانستان کې د کویډ-۱۹ مشکوکو ناروغانو معاینه ډېره کمه ترسره کېږي. دغه راپور کې وویل شول چې افغانستان او پاکستان کې هرو یو میلیون وګړو کې ۱۳ تنه یې کرونا مړه کړي دي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې د چهارشنبې په ورځ له وسله والو طالبانو سره بندیان ۳۴ کسان خوشې شوي دي. ښاغلي دولتزي وویل چې د ازادو شویو بندیانو له ډلې یې ۱۸ په الیشنګ، ۷ دولت شاه او ۹ په الینګار ولسوالۍ کې طالبانو خوشې کړي چې پرون یې لغمان مرکز مهترلام کې د لغمان له چارواکو سره هم ولیدل. د دولتزي په خبره، دا به وروسته مالومه شي چې خوشې شويو کې یې څومره امنيتي ځواکونه دي. ازادو شویو کسانو کې د لغمان سربېره د ننګرهار، کونړ او نورستان اوسېدونکي شامل دي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د جون پر ۲۲مه د غلام خان بندر د دوه اړخیزې سوداګرۍ پرمخ بېرته خلاصېږي.
ناټو غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر کم کړي.
د هوايي چلند وفاقي وزیر ویاند زیشان وايي، د کویډ ۱۹ مخنیوی احتیاطي تدابیرو په عملي کولو سره به د پروازونو بحالېدل عملي کوي.